فرات
ونگبڼه

فرات د عراق هېواد له نامتو سیندونو څخه دی چې په خيتزې ترکيې، سوريي او عراق کې بهېږي، او ځان د فارس خليج ته رسوي. ددې سیند اوږدوالی ١٠٧٧ ميله دی. دا سيند له دوو څانگو (قره سو) او (مراد چای) څخه تشکيل شوی دی او سرچينه يې د ترکيې په ارمنستان کې دارس رود ته څېرمه ده. فرات دجلې ته نژدې کېږي او بيا عرب خليج ته نژدې په دجله کډېږي. تردې وروسته دا دواړه سيدونه د(شط العرب) په نامه يادېږي او خليج ته توېيږي. د دواړو سيندونو ترمنځ ځمکه (الجزيره) بولي، بابل د فرات په کڅ (ساحل) کې ودان کړی شو و.
تړلې لیکنې
سرچینې
په احاديثو کې یې یادونه
د فرات د سیند د سرو زرو د غرونو او د خزانو په اړه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ځینو احادیثو کې ذکر شوی دی چې په داغه سیند کې د سرو زرو د غرونو د راښکاره کیدو په اړه دي .